Pashto News

امریکا او پاکستان له خوا پر ډیورنډ اغزن تار د منلو وړ نه دې: کرزي

د امریکا په مرسته د پاکستان له خوا پر ډیورنډ کرښه د اغزن سیم د غزولو په اړه د حامد کرزي مطبوعاتي اعلامیه په رسنیو کې د خپاره شويو راپورونو په اساس پاکستان غواړي د امریکا په مالي مرسته پر ډیورنډ کرښه اغزن سیم  وغزوي. د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د ډيورند کرښې په اوږدو کې د پاکستان له خوا د اغزن سیم د غزولو لپاره له دغه هېواد سره د امریکا د متحده ایالاتوله ۱۵۰ میلیون ډالري مرستې اندېښنه څرګنده کړه او د امریکا دغه کړنه یې په کلکو ټکو وغندله. پخواني جمهور رئیس زیاته کړه د امریکا متحده ایالات له یوې خوا ځان د افغانانو متحد او ملګری بولې او له بلې خوا په خپل دغه عمل سره د افغانستان ارضيتمامیت تر پښو لاندې کوي او د ډیورنډ په دواړو غاړو کې د افغانانو د بېلولو لپاره د پاکستان د تګلارې مرسته کوي. حامد کرزي همداراز وویل د ډیورنډ پر کرښې د اغزن سیم د غزولو لپاره له پاکستان سره د امریکا دغه مادي مرسته د افغانستان د خپلواکي او ملي ګټو په خلافعمل دی. پخواني جمهور رئیس وویل ټول نړیوال دې په دې پوه شي چې د انګریزانو د استعمار په لاس د ډیورنډ تحمیلي کرښه، د افغانستان خلکو نه پخوا منلې، نه یې اوسمني او نه به یې هم په راتلونکي کې ومني.

Read More »

” امنیتي ادارو د پښتون ژغورنې غورځنګ یو شمېر غړي نیولي دي”

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران وايي امنیتي ادارو یې په کراچۍ او حېدراباد کې یو شمېر ملګري نیولي دي او د هغوي پرضد يې مقدمې درج کړې دي د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ محسن داوړ نن په خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې د کراچۍ کمشنر دوي د سبانۍ جلسې لپاره یوې غونډې ته ور بللي وو وو خو ...

Read More »

وزيرستان: د وزیراعظم او پوځ مشر سفر خو د خبريالانو بايکاټ

د پاکستان وزیراعظم شاهدخاقان عباسي د غلام خان بندر او میرانشا مارکیټ پرانیسته وکړه خو ځايي خلک ترې ځکه خوشاله نه وو چې د دوی په وېنا د پوره خبرو موقع نه ده ورکړل شوي او ډېرې ستونزې ناويلي پاتې شوې وزیراعظم، د پوځ مشر او ځيني نور چارواکي پرون شمالي وزیرستان ته تللي وو. عباسي په دې موقع وويل ...

Read More »

کابل: دوه ځانمرګو بريدونو کې د ای اېف پي د عکاس په ګډون ۲۱ تنه وژل شوي

د افغانستان د پلازمينې کابل په شش درک سيمه کې په دوه ځانمرګو بريدونو کې د ای اېف پي خبري ادارې د عکاس (فوټرګرافر) په ګډون لږ ترلږه ۲۱ تنه وژل شوي او د ۲۷ نه سېوا نور ژوبل شوي دي. د عامې روغتيا د وزارت چارواکو پخلی کړی چې د دغو چاؤدنو ۲۱ مړي د وزیراکبرخان روغتون ته وړل ...

Read More »

پېښور ائيرپورټ لپاره درې ارب روپۍ مختص شوى ، سردارمهتاب احمد

د وزيراعظم د هوا بازۍ صلاح کار سردار مهتاب احمد خان وئيلى دى چې پېښور د صوبه خېبرپښتونخوا دارالحکومت دې او يو مهم ښار دې او د دې ښار مسافرو ته اعلى سفرى سهولتونه ورکولو لپاره د پېښور ائيرپورټ لپاره درې ارب روپۍ مختص کړې شوې دى د وزيراعظم د هوا بازۍ صلاح کار سردار مهتاب احمد خان زياته کړه ...

Read More »

د پي ټي اېم غوښتنې درستې او د آئين مطابق دي: ميا افتخار حسېن

د عوامي نيشنل پارټۍ مرکزي سيکرټري جنرل مياافتخار حسين وائي چي د پښتون ژغورني غورځنګ غوښتني درستي او د آئين مطابق دي او که چري فاټا په پښتونخوا کښي ضم کړې شوي وه نو نن به په قبائلي اولس کښي احساس محرومي نه وه د مالاکنډ سر ښار بټ خيله کښي خبري غونډي ته د وينا په وخت ميا افتخار ...

Read More »

سوات کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسه روانه ده

په سوات کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) اولسي غونډه روانه ده او په لويه شمېره کې ورته ښځې او سړي راجمع شوي خپل حقونه غواړي. د سوات په کبل سيمه کې د پي ټي اېم اولسي غونډې ته د خېبرپښتونخوا، قبايلي سيمو او بلوچستان څخه په لويه شمېره کې خلک رارسېدلي دي. غونډې ته په لويه شمېره ...

Read More »

پلټونکي په شام کې د کیمیاوي وسلو برید څېړي

د کیمیاوي وسلو مخنیوي ادارې «OPCW» چې مرکز یې په هېګ کې دی، په شام کې د کیمیاوي وسلو د هغې مشکوکې حملې په اړه بحث پیل کړ چې پر دې هېواد د لوېدیځ د لویې حملې باعث شوه ډیپلوماتیکو سرچینو خبري اژانسونو ته ویلي چې پر د کیمیاوي وسلو مخنیوي ادارې د شام په اړه نن دوشنبه په هېګ ...

Read More »

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن وایي له پښتونخوا تر ټولو زیات خلک جبري بې درکه دي

د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن وایي په پاکستان کې لا هم د خلکو د جبري بې درکۍ لړۍ دوام لري او له خیبرپښتونخوا صوبې تر ټولو زیات خلک په زور وړل شوي دي. د کالني رپوټ د وړاندې کولو په وخت په اسلام اباد کې د دې کمېشن یو غړی ای اې رحمن رسنیو ته ویلي، د خلکو ...

Read More »

پېښور: د رحمان بابا درې ورځنی عرس نمانځل کيږي

پېښور کې د پښتو ژبې ستر صوفي شاعر عبدالرحمان بابا(رحمان بابا) د درې ورځني عرس نن وروستۍ ورځ ده او د رحمان بابا په مزار نن د يکشنبې/ اتوار په ورځ لويه مشاعره روانه ده. د پېښور په هزارخوانۍ سيمه کې د رحمان بابا په مزار هر کال دغه درې ورځنی عرس راجوړيږي چې پکې د پاکستان د بېلابيلو برخو ...

Read More »