وزيرستان: د وزیراعظم او پوځ مشر سفر خو د خبريالانو بايکاټ

د پاکستان وزیراعظم شاهدخاقان عباسي د غلام خان بندر او میرانشا مارکیټ پرانیسته وکړه خو ځايي خلک ترې ځکه خوشاله نه وو چې د دوی په وېنا د پوره خبرو موقع نه ده ورکړل شوي او ډېرې ستونزې ناويلي پاتې شوې

وزیراعظم، د پوځ مشر او ځيني نور چارواکي پرون شمالي وزیرستان ته تللي وو. عباسي په دې موقع وويل چې په قبایلي سیمو کې به ځيني پرمختيايي پروژې پېلوي او د امن لپاره به يې پوره پوره ګامونه اخلي

د وزیراعظم او پوځ مشر دې غونډې ته خبریالان نه وو وربلل شوي چې له وجې یې هغوی پریکړه کړې چې د راتلونکې کړنلارې پورې به په شمالي وزیرستان کې د سرکاري پروګرامونو په اړه د خبرونو له جوړولو بايکاټ کړی دی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

%d bloggers like this: