Pashto News

فوځيانو په وزيرستان کې يو مارکيټ الوځولی, فوځي او طالب ترمينځه توپير څه پاتې شو

وزيرستان په وانا بازار کې تيره ورځ د پاکستان فوج د يو ميجر د هلاکت روسته قهريدلو فوځيانو لخوا يو لويی مارکيټ په بمونو والوځول شو. روانه اونۍ کې دغه مارکيټ تر څنګ روانه جګړه کې د يو پاکستاني فوجي ميجر عمران د هلاکت تر څنګ لس نور فوځيان ژوبل شوي وو چې روسته يې بيا په سلګونه دوکانونه لرونکی ...

Read More »

افغانستان په غور ولايت کې د جماعت اسلامي وسلوالې ډلې 36 ولسي وګړي وژلي

افغانستان د غور ولايت د ګورنر ترجمان څرگنده کړې ده، چې دې ولايت کې تېره اوونۍ ۳۶ تنه ولسي وگړي د داعش له خوا نه، بلکې د جمعيت اسلامي د گوند اړوند يوې ډلې له لوري وژل شوي دي. د ځلند خبری ويب پاڼې د رپورټ ترمخه تېره اوونۍ د دغې پېښې له رامنځته کېدو سره سم د غور ولايت ...

Read More »

شربت ګله د کور نه تر جېل حانې

شربت ګله د دولس کالو وه چې د سترګو انځور يې د نړۍ ښايسته او زړه راښکونکې انځورونو په قطار کې راغۍ, دغه وخت د افغانستان د جنګونو نه راغلي خلک د ۔پېښور په کمپونو کې اباد شول. تېره ورځ شربت ګله د جعلي شناختي کارډ جوړولو په تور د پاکستان فيډرل انوسټي ګيشن ايجنسۍ له خوا ونيول شوه, چې ...

Read More »

حامد کرزي په پاکستان غږ کړې چې شربت ګله دې خوشې کړي

د افغانستان پخواني اولس مشر حامد کرزي په پاکستان کې د افغانستان د سفیر حضرت عمر زاخیلوال هغه هڅې چې د شربت ګلې د خلاصون لپاره یې کړي وستایلې. حامد کرزي  شربت ګله د افغانستان د ښایست، هڅو او درد سمبول وګڼله او و يې ویل دا څېره له شاوخوا دېرشو کلنو راهیسې په نړیواله کچه د افغانانو استازیتوب کوي ...

Read More »

پاکستاني چارواکي د استاد خيال محمد په اوونۍ لمانځلو خوښ نه دي

د پاکستان امنيتي چارواکي پېښور کې د سندرغاړي استاذ خيال محمد اوونۍ لمانځلو خوښ نه دي د اکتوبر د 24 نه په پښتونخوا او افغانستان کې د پښتو غزل پاچا استاذ خيال محمد د خدمتونو د درناوي د پاره “ستا به زما نه ګیله کیږي زما د کور په خلکو نه رسي لاسونه” په نوم يوه اوونۍ ولمانځل وو، ولې ...

Read More »

په مکه ښار يو شمير توغندی ورول شوي، هدف يې کعبه شريفه وو

د سعودی عرب فوځي چارواکو په يو راپور خپور کړي راپور کې وئيلي چې تيره ورځ د مکه مکرمه په ښار د توغندو بريدونه ترسره شوي دي. د سعودي عربستان چارواکو وئيلي چې دغه توغندي د يمن څخه ويشتل شوي چې هدف يې کعبه شريفه وو خو د ښار څخه بهر لګيدلي او کوم ځيان يې نه دی اړولی. فوځي ...

Read More »

پاکستان د سترې مخکې مشر د هند دعوت رد کړ

اسلام اباد: پاکستان د سترې محکمې مشر انور ظهير جمالی راتلونکی مياشت په هند کې کيدونکی کانفرنس کې د شرکيدو دعوت رد کړی. چيف جسټس انور ظهير جمالی د هند سترې محکمې ته په جوابی خط کې ليکلي د پاکستان او هند ترمينځه په روان کړکيچن حالاتو کې په کانفرنس کې ګډون نه شي کولې. د سترې محکمې مشر انور ...

Read More »

پاکستان ته که څوک په بدو وګوري سترګې به يې وباسو: امير حيدر هوتي

عوامي سترګې نيشنل پارټۍ اوسنی صوبايی صدر او د پښتونخوا پخوانی وزير اعلی د باچا خان مرکز څخه په جاري شوي بيان کې وئيلي چې هند يواځې پاکستان ته ګواهونه ورکولې شي، د پاکستان خاوره زمونږ مور ده، پاکستان ته چې څوک په بدو سترګو وګوري سترګې به يې وباسو د سياستونو او ګوندونو پرته مونږ د وطن ساتنې ته ...

Read More »

حامد کرزي د حزب اسلامي له پلاوي سره ملاقات

کابل: د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د سه شنبې په ورځ د محمد امین کریم په مشرۍ د حزب اسلامي له پلاوي سره د خپل کار په دفتر کې وکتل. په دغه کتنه کې د حزب اسلامي پلاوي له دغه حزب سره د سولې لپاره د حامد کرزي هلې ځلې وستایلې او د انجینر ګلبدین حکمتیار په استازیتوب ...

Read More »

وزيرستان کې د پاکستاني فوجيانو تشدد يو ځوان وژلی

شمالی وزيرستان په تحصيل بويه کې د پاکستان فوج د سيمې کرکټ لوبغالې کې کارډونه نلرلو ځای کسانو تشدد کړې دچې روسته د تشدد د لاسه يو مړ او بل مرګونی حالت سره مخ دی. دا پېښه شمالی وزيرستان په محمد خيلو تحصيل بويه کې په داسې محال رامينځته شوې چې د لوبغالی څخه سيمې ځوانان فوجيانو قلعې ته ننباسلي ...

Read More »