Pashto News

بلوچستان : که مو غوښتنې و نه منل شي کاربندیز به کوو

د بلوچستان ډاکټرانو اتحادیې حکومت ته دړکه ورکړې، که د دوی غوښتنې ونه منل شي نو دوی به په ټوله صوبه کې پر کاربندیز لاس پورې کړي د ډاکټرانو په وینا دوی له څلور اونیو را په دې خوا پر احتجاج ناست دي خو حکومت هېڅ پاملرنه نه دې کړې دا خبره د ډاکټرانو د اتحادیې مشر ډاکټر یاسر خوستي ...

Read More »

مولانا فضل الرحمان د کشمیر پرسر په ټول پاکستان کې داحتجاج اعلان کړی

مولانا فضل الرحمان د چارشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې د خبرې غونډې پر مهال د هند پر حکومت تور پورې کړ چې دده په وينا په کشمير کې ظلمونه کوي, هغه اعلان وکړ چې ګوند به يې د جمعې ترلمانځه وروسته په ټول پاکستان کې مظاهرې کوي پر دې موقع له هغه څخه د کشمير په اړه د ...

Read More »

د لوګر په خروار کې ۳۰ ښوونځي تړل شوي دي

چارواکي وايي، چې د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې وسلوالو طالبانو له درېیو ورځو راهیسې ۳۰ ښوونځي چې خواوشا ۱۲ زره زده کوونکي په کې زده کړه کوي تړلي دي د لوګر د ولایتي شورا رييس حسیب الله  وویل، چې وسلوالو طالبانو له هغه وروسته په څرخ کې ښوونځي وتړل چې د افغان ځواکونو د صفر یو قطي لخوا ...

Read More »

پښتون تحفظ مومنټ: خیبر کې دې له کاروبارونه بندېز واخیستل شي

پښتون تحفظ مومنټ په یکشبنه د خیبر ایجنسۍ په جمرود او لواړګي کې دوې جلسې وکړې چې پکې خلکو ته د پېښور د اتم اپریل په جلسه کې د ګډون بلنه ورکړل شوه د لواړګي بازار په باچا خان چوک کې د جلسې په وخت د فاټا لایرز فورم مشر او د یاد غورځنګ غړي رحیم شاه اپرېدي او یوشمېر ...

Read More »

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ ټول کارکنان دې د پښتون تحفظ مومنټ د اتم اپریل په جلسه کښې ګډون کوي. مختار خان یوسفزۍ

سوات(نجیب زیری) د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ ډپټي چېرمېن مختار خان یوسفزي په یو ویډیو پيغام کښې په خپلو کارکنانو غږ کړی دی چې د اتم اپریل په جلسه کښې دې ګډون وکړي. مختار خان ذیاته کړه چې مونږ د پښتون ژغورنې غورځنګ په بشپړه توګه حمایت کوي. یاده دې وي چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ټول کارکنان له ...

Read More »

منظور پښتین سره د ملاتړ په اولني قطار کې یو : سنېټر عثمان کاکړ

منظور پښتین سره د ملاتړ په اولني قطار کې یو : سنېټر عثمان کاکړ نجیب زېری سوات: د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د جنوبي پښتونخوا مشر سنېټر عثمان خان کاکړ ویلي ، ددوي ګوند د پښتون ژغورنې غورځنګ د ملاتړ کونکو په اولني صف کې ولاړ دی. نوموړي د پښتوڼ ټایمز نجیب سره په ځانګړې مرکه کې ویلي د کراچۍ ...

Read More »

عوامی نیشنل پارټې د پښتون تحریک په اړه پریکړه کوي

د عوامي نیشنل گوند مشران نن په ولي باغ کې غونډیږي او دا پریکړه به وکړي چې د پښتون تحریک ملاتړ وکړي او کنه. د عوامي نیشنل گوند یوې سرچینې امریکا غږ ته ویلي دي چې د عوامي نیشنل گوند مشر اسفندیار ولي خان د دوشنبې په ورځ د گوند د لوړپوړو غړو یوه غونډه رابللي ده چې د خپل ...

Read More »

ملاله: د پښتون ژغورنې غورځنګ غږ دې واورېدل شي

د سولې لپاره د نوبل جایزې ګټونکې او پښتنې فعالې ملالې یوسفزۍ له بي بي سي سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، پاکستاني چارواکي دې د هغه غورځنګ غږ واوري چې په دې هېواد کې د پښتنو د حقونو د خوندیتوب لپاره پیل شوی. ملالې دا څرګندونې په اسلام اباد کې د بي بي سي پښتو خبریال خدای نور ...

Read More »

شیندي ګل مشاعره او شمالی وزیرستان کښې فکري بدلونونه/ ګوهر وزیر

شیندي ګل مشاعره او شمالی وزیرستان کښې فکري بدلونونه. ګوهر وزیر د کډوالۍ د ژوند نه وړاندې هم پۀ شمالی وزیرستان کښې ما ډېرې مشاعرې لیدلې دي ، چې د هغې  اهداف د لمر غوندې هر چاته معلوم وو. او هر شاعر به د کوشش کولو چې زۀ پۀ مشاعره کښې دغسې نظم لا غزل او وایم چې وسله وال ...

Read More »

له پښتنو سره د پاکستاني ریاست د ظلم داستان ملګرو ملتونو ته ورسېد

له پښتنو سره د پاکستاني ریاست د ظلم داستان ملګرو ملتونو ته ورسېد په جنېوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته د پښتنو په استازیتوب فضل الرحمن اپریدي ویلي، د پاکستان ریاست نړۍ ته پښتانه ترهګر ښودلي او نړۍ هم له تاییده پرته پرې باور کړی دی. د شورو- چارشنبې په ورځ په جنېوا کې د شورا ...

Read More »