پېښور ائيرپورټ لپاره درې ارب روپۍ مختص شوى ، سردارمهتاب احمد

د وزيراعظم د هوا بازۍ صلاح کار سردار مهتاب احمد خان وئيلى دى چې پېښور د صوبه خېبرپښتونخوا دارالحکومت دې او يو مهم ښار دې او د دې ښار مسافرو ته اعلى سفرى سهولتونه ورکولو لپاره د پېښور ائيرپورټ لپاره درې ارب روپۍ مختص کړې شوې دى
د وزيراعظم د هوا بازۍ صلاح کار سردار مهتاب احمد خان زياته کړه چې د درې اربه روپو لګښت سره توسيعى منصوبه د تکميل په اخرى مرحلو کښې ده چې پکښې انټرنيشنل او ډوميسټک لاونجز جوړ کړې شوى دى چې پکښې د يو زرو نه زيات مسافرو ګنجائش دې ، دې نه علاوه د پسينجر بورډنګ برنچز پشمول برقى زينې او لفټنونه نصب کړې شوى
مسافرو لپاره فاسټ ټريک جديد نظام او پارکنګ تعيمير باندې هم کار روان دې
د وزيراعظم صلاح کار سردار احمد خان ووئيل چې پېښور ائيررپورټ توسيعى منصوبه د موجود وفاقى حکومت ويژن برخه ده او وخت تيريدو سره سم به د پېښور ائيرپورټ نه د يو بين الاقوامى معيار ائيرپورټ جوړولې شى

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

%d bloggers like this: