د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران وايي امنیتي ادارو یې په کراچۍ او حېدراباد کې یو شمېر ملګري نیولي دي او د هغوي پرضد يې مقدمې درج کړې دي
د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ محسن داوړ نن په خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې د کراچۍ کمشنر دوي د سبانۍ جلسې لپاره یوې غونډې ته ور بللي وو وو خو تر غوڼده وړاندې امنیتي ادارو د دوي ملګري له ځان سره وړي دي
محسن داوړ لیکي دي چې د امنیتي ادارو له له خوا په وړو کسانو کې ګل مرجان ، هاشم خان او سیف الله شامل دي چې لا یې هم څه درک نشته
بل پلو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین بېګا پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې په حېدر اباد کې هم د زین الدین محسود ، طارق محسود ، اجمل محسود او عالم زیب محسود رېنجرز ځواک وړي دي
د امنیتي ادارو له خوا لا د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو د وړلو او یا هم خوشي کولو په اړه څه نه دي ویلي
د غورځنګ مشران وايي چې هوايي کمپنیو له اسلام اباده کراچۍ ته د یاد غورځنګ د مشر منظور پشتین ټیکټ منسوخ کړی دی
محسن داوړ لیکلي دي چې نه یوازې د منظور پښتین ټکټ منسوخ کړل شوی دی بلکې ټولو هوايي کمپنیو هغه ته د ټکټ له ورکولو انکار کړی دی
یوې کمپنۍ هم په دې اړه څه غبرګون نه دی ښودلی
په عین حال کې د سوات پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ یو ملاتړی رحمت الله محسود نیولی دی او د هغه پرضد يې مقدمه درج کړې ده
په سوات کې د پي ټي ايم یو مشر اقبال عيسي خيل د رحمت الله محسود نیول غیرقانوني بللي او وايي چې د هغه قانون دفاع به کوي
د پاکستان پیپلز ګوند یو مخکښ سیاستوال او پخواني سنېټر فرحت الله بابر ویلي چې ریاست دې د پښتون ژغورنې غورځنګ په لاره کې د خنډونو اچولو پر ځاي په خپله زړه بیانیه کې بدلون راولي او دا معامله دې د خبرو اترو له لارې هواره کړي
فرحت الله بابر دا څرګندونې د جمعې په ورځ ناوخته په پیښور پریس کلب کې د پروګرېسیو ډیموکرېټیک الاينس تر سیوري لاندې یوې مباحثې ته په وینا کې کړې دي
فرحت الله بابر ویلي چې پښتون ژغورنې غورځنګ د پښتنو د حقونو په اړه ټوله بیانیه بدله کړې ده او پښتانه اوس له ریاست څخه اسانتیاوی نه تحفظ غواړي
په مباحثه کې د قامي وطن ګوند او نیشنل ګوند د مشرانو په ګډون د حقونو دفاع کوونکیو او د مدني ټولنې غړیو هم برخه واخیسته
د غونډي په پاي کې په یوه اعلامیه کې د نورو غوښتنو تر څنګ دا غوښتنه هم شوې چې حکومت دې د لادرکه کسانو په اړه نوی کمیشن جوړ کړي