د پي ټي اېم غوښتنې درستې او د آئين مطابق دي: ميا افتخار حسېن

د عوامي نيشنل پارټۍ مرکزي سيکرټري جنرل مياافتخار حسين وائي چي د پښتون ژغورني غورځنګ غوښتني درستي او د آئين مطابق دي او که چري فاټا په پښتونخوا کښي ضم کړې شوي وه نو نن به په قبائلي اولس کښي احساس محرومي نه وه

د مالاکنډ سر ښار بټ خيله کښي خبري غونډي ته د وينا په وخت ميا افتخار حسين اووئيل چي يو ځل بيا په قبائلي سيمو کښي د ترهګرۍ راپورته کيدو انديښنه پيدا شوي او فاټا په پښتونخوا کښي ضم کول د وخت مهم ضرورت دې
ميا افتخار حسين اووئيل چي د پي ټي ايم د ټولو غوښتنو ملاتړ کوي ولي د هغوى جلسو کښي د بعضو نعرو سره کلک اختلاف لري هر تحريک په وړمبي کښي مشکلات لري او د باچا خان تحريک هم په شروعاتو کښې د ډيرو لويو مشکلاتو نه راتير شوے
ميا افتخار حسين زياته کړي چي هر چاته د اظهار رائے حق شته او لاهور کښي د پي ټي ايم د جلسې ګراونډ کښي اوبه پريښودل ښه خبره نه ده تير وختونو کښي د عوامي نشينل ګوند سره هم څو څو واري هم دغه رنګ سلوک شوے
خپله وينا په وخت ميا افتخار حسين پنجاب کښې د پښتنو سره د حکومت رويه غندلي او وئيلي ئې دي چي بايد حکومت پنجاب دې پښتنو ته په درنه سترګه اوګوري ځکه چي پښتانه هم د نورو صوبو د وګړو په رنګ د ملک سره مينه لرونکي پاکستانيان دي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

%d bloggers like this: