د امریکا په مرسته د پاکستان له خوا پر ډیورنډ کرښه د اغزن سیم د غزولو په اړه د حامد کرزي مطبوعاتي اعلامیه
په رسنیو کې د خپاره شويو راپورونو په اساس پاکستان غواړي د امریکا په مالي مرسته پر ډیورنډ کرښه اغزن سیم وغزوي.
د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د ډيورند کرښې په اوږدو کې د پاکستان له خوا د اغزن سیم د غزولو لپاره له دغه هېواد سره د امریکا د متحده ایالاتوله ۱۵۰ میلیون ډالري مرستې اندېښنه څرګنده کړه او د امریکا دغه کړنه یې په کلکو ټکو وغندله.
پخواني جمهور رئیس زیاته کړه د امریکا متحده ایالات له یوې خوا ځان د افغانانو متحد او ملګری بولې او له بلې خوا په خپل دغه عمل سره د افغانستان ارضيتمامیت تر پښو لاندې کوي او د ډیورنډ په دواړو غاړو کې د افغانانو د بېلولو لپاره د پاکستان د تګلارې مرسته کوي.
حامد کرزي همداراز وویل د ډیورنډ پر کرښې د اغزن سیم د غزولو لپاره له پاکستان سره د امریکا دغه مادي مرسته د افغانستان د خپلواکي او ملي ګټو په خلافعمل دی.
پخواني جمهور رئیس وویل ټول نړیوال دې په دې پوه شي چې د انګریزانو د استعمار په لاس د ډیورنډ تحمیلي کرښه، د افغانستان خلکو نه پخوا منلې، نه یې اوسمني او نه به یې هم په راتلونکي کې ومني.