شیندي ګل مشاعره او شمالی وزیرستان کښې فکري بدلونونه.
ګوهر وزیر
د کډوالۍ د ژوند نه وړاندې هم پۀ شمالی وزیرستان کښې ما ډېرې مشاعرې لیدلې دي ، چې د هغې اهداف د لمر غوندې هر چاته معلوم وو. او هر شاعر به د کوشش کولو چې زۀ پۀ مشاعره کښې دغسې نظم لا غزل او وایم چې وسله وال ګوندونه ورباندې خوشال شي. او دۀ ته ورباندې ډېر داد او ډاډ ورکړې شي.
شمالی وزیرستان کښې به زیاتره مشاعرې د وسله والو طالبانو پۀ مالی مرستو او ملاتړ کېدلې. او بیا دا همدغو وسله والو د خوښې شاعران ورته را وستلې شول،
شاعرانو ته به د نغدو نۀ پرته د کلاشنکوفونو پۀ شکل کښې سوغاتونه هم ورکولې کېدل، پۀ سوغات کښې به کلاشنکوفونه اکثر د بره پښتونخوا شاعرانو ته ورکول کېدل ،او پۀ ګړد وزیرستان کښې به یوازې دغسې سندرې او نظمونه اورېدل او وائیل کېدل، چې پۀ هغې کښې به د وسله والو طالبانو ، د څنړیو، بریتونو ، ډلو او ټولیو صفتونه کېدل، چې هدف یې د سیمې ځوانان د جنګ د پاره پکتیکا، پکتیا او خوست ته لېږل او پۀ سیمه کښې رعب او دبدبه بر قرار ساتل وو.
د وزیرستان نه به د شعر او شاعرۍ د لارې امریکه، اسرائیل او هندوستان ته نېغ پۀ نېغه دړکې ورکولې کیدلې ، د ملایانو سره سره د کفر او غدارۍ د ټپو لګولو کاروبار شاعرانو ښۀ پۀ درز غوبل سره پېل کړی وو. هر هغه سر او نظر به یې غدار خلقو ته معارفی کولو. چې د تیارې پرضد به یې د رڼا طرفداري کوله. هر هغه فکر ته به یې پۀ بد نظر کتل چې د ټوپک او جنګ پۀ ځاي به یې د قلم او امن سره مینه کول او پالل غوښتل.
د مثال پۀ توګه
دچاسره به وۀ نکړي سودا زمونږ د وینو
بدل به ضرور اخلي بیت الله زمونږ د وینو
بنګړي پۀ لاس که شین منګی واخله ګودرته
چې نۀ درومې سنګر ته
خالي پۀ څنړیې څۀ شي
زۀ دې پۀ تورو غرو کښې شپې سباکومه وه بې ننګه
اې ولې شاته ولې پاتې شوې لا جنګه
غازي لالیه پکښې ګرزه لر او بر
چاته ټيټ چې نۀ کړې سر
دادې خپل وزیرستان دے.
یا
مشې پۀ نظر عجیبه ښکلې ځواني لرې
وه غازي لالیه تورې څنړې هیبتی لرې.
یا دا
جار غازی لالی مې هر دښمن ته پۀ ټټر ورځي.
داسې معلومېږي لکه بازچې پۀ کوتر ورځي.
خو د دغې شاعري پۀ نتیجه کښې نه خو سپینه مڼۍ را وغورزېده او نۀ بیت المقدس او کشمېر اذاد کړې شو. البته ته وزیرستان لوټې لوټې شو کورونه بازارونه وران ویجاړ شول، پۀ لکونو خلق بې کوره او پۀ نوروسیمو کښې پۀ تمبوانو او د کرایې پۀ کورونو کښې د کډوالۍ او بې وزلۍ پۀ ژوند تېرولو مجبور کړې شول.
ولې د کډوالۍ ژوند نه پس پۀ شمالي وزیرستان کښې یو نوی ژوند او مثبت بدلون پۀ نظر رادرومي. پۀ زلمو کښې سیاسی، قامي او اجتماعي شعور خور شوی دي
چې ژوندی مثال یې د کال دوزره اتلسم د مارچ د اولسمې نیټې د شیندي ګل مشاعره ده
د رڼا پښتو ادبی ټولنه میران شاه د سیوري لاندې میرانشاه کښې د شندي ګل مشاعرې پۀ مهال د شمالی وزیرستان د شاعرانو لا وړاندې کړې شوي شاعري ته که مونږ وګورو .
نو یو ښکاره مثت بدلون پکښې راغلے دے.
د سامراجی قوتونو، طالب، ملا ، پولیټیکل ایجنټ او ملک پۀ کردارونه یې د شعر و شاعرۍ دا لارې بشپړه رڼا اچولې ده ،
او هغه ټول کردارونه یې خلقو ته ور پۀ ګوته کړل.
د چا پۀ وجه چې شمالی وزیرستان کښې ضرب عضب عملیات شوی دی. چاچې دغه عملیات کړي دي. د چا پۀ وجه چې دا شمالی وزیرستان خلق د موجوده حالاتو سره مخ دي
د خوشال خټک نه وروستو یو شاعر هم د خپلو احساساتو، جذباتو او نظریاتو دومره برملا اظهار نۀ دے کړے. لکه دغه شیندي ګل مشاعره کښې چې د وزیرستان زلمو شاعرانو کړېدی
یو وخت وو چې پۀ شمالی وزیرستان کښې به د قلم، خاورې او قام د پاره شاعري کول ګناه کبیره ګڼلې کېده.