د امریکا جمهور رئیس ډونلډ ټرمپ د پاکستان پر اړه ټویټ ته هرکلی وایو: کرزې

Karzaiد امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئيس دونالد ټرمپ د دوشنبې په ورځ د خپل ټویټر پر پاڼه پاکستان ته ګوته نیولې او د تروریزم سره د مبارزې په برخه کې یې د دغه هېواد پر کړنو انتقاد کړی. د جمهور رئيس ټرامپ دغه اظهارات د افغانانو د هغه پنځلس کلن موقف تائيد دی چې ویل مو تروریستان او د دوی ځالې د افغانانو په کلیو او کورونو کې نه بلکې بهر دي او د افغانانو پر کورونو بمباری له تروریزم سره مبارزه نه بلکې له افغانانو سره زیاتی دی. دا هغه څه دې چې افغانانو په تېرو پنځلسو کلونو کې وار وار پرې ټینګار کړی خو هېڅکله ورته پاملرنه  وه نه سوه.

موږ د جمهور رئيس ټرامپ د دغې وینا هرکلۍ کوو.

وړاندیز مو دا دی چې په افغانستان کې جنگ بند سي او د سیمې له نورو هېوادونو سره په ګ‌‌‌‌‌‌ډه همکارۍ کې د پاکستان پر نظامي حکامو داسې فشار راوړل سي چې نتیجه یې په افغانستان او سیمه کې سوله وي.

 یاده دې وی چې جمهور رئیس ټرمپ په خپل ټویټر بیان کښې وائي امریکا پاکستان ته په تیرو پینځلس کلونو کښې ۳۳ اربه ډالره نه ذیات امداد ورکړې او په بدل کښې پاکستان دروغ ویلې او ټګی یې کړې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

%d bloggers like this: