پي ټي ایم ته په کراچۍ کې د شرطونه وروسته د جلسې اجازه ورکړی شوې

د کراچۍ انتظامې پښتون ژغورنې غورځنګ ته سبا له د ابادۍ په لحاظ د پښتنو لوې ښار کراچۍ کې د یو شیمر شرطونو وروسته د جلسې اجازه یا اېن او سي ورکړی ده

د کراچۍ د کمشنر دفتر لخوا خپرې شوي اعلاميې تر مخه نن د غورځنګ یو شمیر مشرانو چې پکې میرمن ثنا اعجاز، عبدالوحید مسید، میرمن وړانګه لوڼۍ شامل وو، د کراچۍ د کمشنر سره د سبانۍ جلسې لپاره د اجازت نامې یا اېن او سي ترلاسه کولو لپاره ملاقات کړی

د کراچۍ انتظاميې پي ټي ایم ته سبا له په سهراب ګوټ کې د لاندیني شرطونو وروسته د جلسې اجازه ورکړې ده

په جلسه کې به د پاکستان نظرېې، پاکستان ریاست او ریاستي ادارو او مذهبونو پرضد هیڅ قسمه وینا نه ترسره کیږي)

د پي ټي اېم په جلسه کې به داسې سیاسي، فرقه اېزو حرکتونو او ویناګانو اجازه نه ورکړل کیږي چې پکې په ادارو نیوکې وي او د خلکو تر مېنځه کرکه او نفرت خوروي

په جلسه کې به د وسلو هیڅ قسمه نماېش یا ښودنه نه کیږيپه جلسه کې به د هیڅ یو سیاسي او مذهبي ګوند بیرغ نه سوځول کیږي

جلسې لپاره به هیڅ یو لوې سړک یا لار نه تړل کیږي

د جلسې دننه امنیت ذمه واري او د جلسې په وخت د څه قسمه تاوان ذمه وار به د دغې جلسې منتظمین وي

(جلسې به د مازیګر ۶:۳۰ بجو نه وړاندې پاې ته رسیږي او د دغې ټولې جلسې ویډیو به چارواکو ته سپارل کیږي.

د کراچۍ د کمشنر لخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ ته په سهراب ګوټ کې د جلسې لپاره اېن او سي یا اجازت نامه په داسې مهال ورکړی شوې چې د غورځنګ مشرانو وي او ای ډیوه ته ویلي د دوي یو شمیر ملګري تيره شپه ناوخته د رېنجرز ځواکونو نيولي او د ځينو څخه يې موبايل ټيليفونونه اخستي دي

د پي ټې اېم يو مشر محسن دواړ وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل، دوي د کراچۍ کمشنر غوښتي ؤ چې د دوي د جلسې په اړوند ورسره خبرې وکړي

هغه وويل چې څه وخت دوي د کمشنر د دفتر دروازې ته ورسېدل هلته د رېنجرز ځواکونو د دوي درې ملګري ګل مرجان، هاشم مندوخېل او سېف افغان ونيول او د علي وزیر، سېدعالم محسود او ارمان لوڼي څخه يې موبايل ټيليفونونه واخستل.

د پي ټي اېم په اړه د پاکستان د پوځ دریځ:

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه يوه مياشت وړاندې د پي ټي اېم د نوم اخستو پرته ويلي ؤ چې دا يو جوړ شوی پلان شوی (انجينيرډ) تحریک دی.

نوموړي ويلي ؤ چې د چا په لمسه به د احتجاجونو اجازه ور نه کړو.

پي ټي اېم وايي د رياست پرضد نه دي راپاڅيدلي د پښتنو د عدالت نه لرې وژنو، په چيک پوسټونو بې ځايه تنګولو، ماينونو پاکولو، د ورک کړل شوؤ خلکو عدالتونو ته وړاندې کولو او په کراچۍ کې د نقيب مسيد په وژنه تورن نيول شوي پخواني پوليس افسر راؤ انوار ته د سزا ورکولو غوښتنه کوي.

د پي ټې اېم مشر منظور پشتين وايي د پاکستان په ائيني چوکاټ کې دننه غوښتنې لري، او دپاکستان ځينې سياسي ګوندونه د پي ټي اېم غوښتنې جايز ګڼي او وايي رياست بايد د دوي خبرې ته غوږ ونيسي.

او په دغه لړ کې د پي ټي اېم سره د خبرو دپاره ځینې جرګې هم رواني دي.

په کراچۍ کې پي ټي اېم د مې په ۱۳م د اتوار په ورځ د جلسې اعلان کړی او په جناح ګراؤنډ يې د جلسې کولو ويلي ؤ خو پرون دوي وويل چې په دغه ځای ورته د جلسې کولو اجازه ورنه کړی شوه ځکه دوي به اوس جلسه په سهراب ګوټ کې کوي.

تيره شپه ځايي رسنيو د صوبې د کورنيو چارو وزير سهېل انور سيال له خلې ويلي چې کمشنر کراچۍ ته يې لارښوونه کړې چې د پي ټي اېم د مشرانو سره وويني او د جلسې کولو انکار چاته هم نه دی شوی.

په جناح ګراؤنډ پيپلزپارټي نن په خپله هم يوه جلسه کوي.

د پي ټي اېم مشران وايي د دوي درې نور کسان هم نيول شوي او د دوه ورځو راهسې بند دي، او د دوي پرضد د ښار په درېو پولیس تاڼو کې مقدمې هم درج شوي دي.

شعیب ذاده

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

%d bloggers like this: