‘پاکستان کې د پښتنو پرله پسې نسل وژنه روانه ده’

دا مقاله د اروټس شیوا د اسرايلو نړيوال خبري سايټ د ۲۰۱۸ کال د جولای په ۱۱مه خپره کړې چې مېرمن دانا سوفي ليکلې ده د محمد اقبال وزيري له خوا وژباړل شوه
ARUTZ SHEVA

هلته په پاکستان کې د پښتنو يوه پرله پسې نسل وژنه روانه ده
پښتنو په ټوله نړۍ کې خپل غږ په دې هيله پورته کړی چې د دوی کمپاين به د نړيوالو پام او ملاتړ وګټي، او په دې وروستيو کې يې د امريکا او اروپا په ګوټ ګوټ کې زيات شمېر اعتراضونه ترسره کړل.
د نړۍ د يوه سر نه تر بله پورې دا د پښتنو د اعتراضونو اوسنۍ څپه زموږ د وخت د يوې تر ټولو سترې تراژيدۍ-په پاکستان کې د پښتون نسل وژنې غميزې ته د نړيوالو پام اړوي. د ډېرو کلنو راهيسې د پاکستان رژيم د هېواد د لږکي پښتون توکم اتباع د برمته کولو، شکنجه کولو او وژلو لپاره د هېواد پوځ کاروي

د ۲۰۱۸ کال په جنوري کې وروستۍ وژنه د وزيرستان د يوه ۲۷ کلن ځوان نقيب الله مسعود وژنه وه. نقيب الله د تحريک طالبان د تروريستي تحريک سره د اړيکو په تور د پوليسو سره په مقابله کې ووژل شو. د هغه يوازې ثبوت شوی ګناه دا وه چې په ښکاره يې د ادارې په وړاندې د غږ جګولو نه وېره نه درلوده. د نقيب الله مړينې د ډيورنډ کرښې دواړو خواوو د پښتنو په منځ کې د قهر لمبې بلې کړې

په سلګونو زره خلکو په سوله يزو اعتراضونو کې ونډه واخېسته چې د پښتون ژغورنې غورځنګ له خوا، چې د پښتنو د بشري حقونو تنظيم دی، په لاره اچول شوي وو

د پی ټی ایم مشر منظور احمد پشتين د وزيرستان نه يو ۲۶ کلن ځوان د ټولو پښتنو غږ وګرځېد. دغه جذاب ځوان په ښکاره د دغو وروستيو سوله يزو اعتراضونو موخې څرګندې کړې هغه دا چې د پاکستان پوځ دې ناقانونه وژنې ودروي، د پښتنو قانوني حقوقو درناوی دې وکړي او ټول بنديان دې خوشي کړي. په هغو کسانو چې د تروريستانو سره د اړيکو تور پرې لګول کيږي د هغوی سره دې قانوني چلند وشي او د دوی جرم دې په محکمه کې ثابت شي

د جون په ۲۵مه د دوشنبې په ورځ د پاکستان د پوځ د بې رحميو په وړاندې په ژينو کې د ملګرو ملتونو د دوهم تر ټولو ستر دفتر مخ ته يو بل اعتراض وشو. په همدې وخت کې په يوه نيمه خالي کوټه کې ښاغلي اورنګ زېب زلمي د پښتون د حقونو يو فعال او د پښتون ټايم د خبري سايټ جوړونکی او مشر چلونکی د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کميسيون په وړاندې وينا وکړه. ښاغلي خان زلمي پخپله وينا کې د پښتون په سوله يز طبعيت باندې ټينګار وکړ، هغه اوسنی مقاومت د «هوښيارۍ ناڅاپي جګېدلو» په څېر توصيف کړ چې د ټولو قبايلي سيمو او د هغوی د باندې د واقعي وضعې شتون منعکسوي

هغه وويل چې د ډېرو کالو راهيسې پښتانه له ترور نه کړيږي. دوی د بل هر چا نه زيات په دې خوشاليږي چې د دوی خاوره دې د جنايتکارو بانډونو نه پاکه شي. متاسفانه دا ښکاره ده چې جنايتکار تروريستي تنظيمونه ، افراد او لوړ اشخاص په يوه امن ځای کې ازاد اوسيږي چې د پاکستان پوځي جهادي ډلګۍ له خوا جوړ شوي دي. د پښتنو ټولنې نفوذمن کسان، که دوی دوديز ملکان، روحاني مشران او نور وي، په سيستيماتيک ډول وژل کيږي، شکنجه کيږي او د خپلو کورنينو نه وړل کيږي. ښاغلی خان د نړيوالې ټولنې د لاسوهنې غوښتنه کوي او غواړي چې د دوی کړول شوی ملت دې د نږدې کېدونکې کورنۍ جګړې نه وژغوري

د جون په ۲۷مه پاکستان په رسمي توګه د ایف اے ټی ایف په خړ لېست کې شامل شو. ایف اے ټی ایف د نړيوالو دولتونو کميټه ده چې اساسي دنده يې د تورو پيسو د سپينولو په وړاندې جګړه ده. دا کميټه په ۱۹۸۹ کې جوړه شوې، په ۲۰۰۱ کال کې د تروريزم د تمويل څارنه د دې کميټې د صلاحيت په دايره کې شامله شوه. [د پاکستان په خړ لېست کې شامېلول] دا ښه خبر دی، خو کافي نه دی، موخه دا ده چې پاکستان د تروريزم د ملاتړي هېواد په توګه د ایف اے ټی ایف په تور لېست کې شامل شي

يادداښت: د دې مقالې نور مطالب چې په دې موضوع پورې يې اړه نه درلوده ونه ژباړل شول

اقبال وزيري له خوا وژباړل شوه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

%d bloggers like this: