“د ۲۰۱۴ کال راهیسې نږدې ۵۰۰ کسان یواځې د محسودو د قوم وژل شوي دي. داسې هم شته چې له یوې کورنۍ درې او څلور ورونه وژل شوي دي.”
منظور احمد زیاته کړه چې ده ته په کراچۍ کې اوسېدونکو پښتنو دا هم ویلي دي چې پښتانه لومړی د پولیسو لخوا تښتول کیږي او بیا ورڅخه د لکونو روپویو غوښتنه کوي او که پیسې ورته ور نه کړي نو هغوي یې وژني.