محمدخان وويل”زوي يې د هیڅ ډول تنظيمونو سره اړيکې نه دي لرلې په حب چوکۍ کې د سټيل (اوسپنې) په ملونو کې ډيوټي هم کړې ده بيا وخت په وخت راغلی هم دی او چې څه یې ګټلي دي کور ته يې راوړي دي”.
راؤانوار ويلي چې د نقيب په شناختي کارډ د هغه نوم ولې نسيم الله دی او هغه دا تور هم لګولی چې نقيب سره ۸۰ لاکه روپۍ د چرته نه راغلې وې.
د نقيب پلار وايي د هغه نوم نسیم الله ؤ خو مور به يې ورته نقيب الله وويل ځکه په دغه نوم مشهور شوی ؤ، د ۸۰ لاکو روپو تور هم ردوي او وايي که دومره روپۍ ورسره وی زامنو به يې مزدورۍ يې نه کولې.
هغه دا هم وويل زوي يې په سهراب ګوټ کې ځانله دوکان جوړولو او ويل يې چې هغه نور د مزدورو نه ستړی شوی ؤ او ويل يې روپۍ هم پکې نه مېلاويږي خو په درېمه جنورۍ سهراب ګوټ کې د هوټل نه اوچت کړی شو او بيا ووژل شو.