وزيرستان په وس وخت کې د سوريا اليپو ښار سره که مقايسه شي نو يو شان په کنډرونو بدل شوې، خو توپير دومره لري چې په سوريا امريکه او روسيا بمونه وراوي او په وزيرستان خپل پاکستان فوج بمونه ورولي دي.
وزيرستان خلک په وس وخت کې د فوج د لاسه سخت د مظلوميت او قيد و پابند ژوند تيره وي، خو دوي هيله مند دي چې يوه ورځ به سيمه يو ځل بيا ازاده شي او دوي او به د خپلې خوښې ژوند وکړي.
يادونې وړ ده چې څو مياشتې وړاندې په سوات سيمه کې هم يو ځوان د پاکستان فوج د لاسه ځان په سيند لاهو کړې وو، وايي چې هر وخت به فوځيانو په عذابولو چې اخر هم ځان وژلو ته اړ شو، د پېښې روسته ځای خلکو د فوج پرضد مظاهره کړې وه.