د علی وزير دغه مارکيټ چې يو سل شل اوطاقونه يې درلودل پکې ډېر خلک په روزګار وو, هوټلونه نور دوکانونه او دفترونه وه پکې, خو د بده مرغه څه ورځې وړاندې يو پلان د مخې دلته يو طالب ولېږل شو کوم چې 4 ځله پاکستان ارمی نيولی وو او پرېښودی يې وو, هغه طالب د ګرنيډ په لاس د علی وزير مارکيټ ته ننوتلی او د هغه ځايه يې په فوځ وار کړې چې پکې يو ميجر وژل شو, نو د هغه قاره روسته بيا فوځيانو دغه مارکيټ وغورځولو.
وس سوال دا پيدا کېږي چې دغه مارکيټ غورځول عمل په ايف سي آر قانون پوره ځکه نه وو چې دغه طالب ته خو علی وزير پناه نه وه ورکړې, پخپله ننوتلی وو, يو مثال که دغه ترهګر کوم جمات ته ننوتلی واې نو ايا بيا به هم پاکستانی فوځيانو دغه جمات ړنګولو چې ګواکې ته خدای خپل کور ته دننه کړې وای?
تروسه په دې جنګ کې ډېر فوځيان وژل شوي نو ايا پاکستان چې د هر فوځي د مرګ په بدل کې هر ځای ړنګه وي, نو دا خو به بيا ټول پاکستان ړنګ شي?
يوه خبره دا هم ده چې کله تاسو وانا پله لاړ شئ نو په لاره کې اوله پوسته د طالبانو راځي, بيا په وانا بازار کې د علی وزير مارکيټ ته مخامخ د طالبانو دفتر دی نو بيا هغه ولې نه ويشتل کېدو? د مارکيټ مالک علی وزير وايي چې ما په اسانه خپل مارکيټ ړنګېده ته نه ورکولو خو ولې د قامپرست او مذهبي ګوندونو مشرانو محمود خان اچکزی, افرازسياب خټک او مولانا فضل رحمان مې مرسته نه کوله, ځکه چې د مارکيټ ړنګيده په ايف سي ار قانون برابر نه وو.
د علی وزير کورنۍ په وزيرستان کې يو د هغو څخه ده کومو ته چې په دې حالاتو کې تر ټولو ډېر زيان رسيدلې, تر لسو ډېر د کورنۍ غړي يې پکې بائيللي, د هغه او د هغه د کورنۍ د تر هګر فکر پرضد او د پښتنو خبره کوله په وجه دومره وځپل شوه, چې په يو وخت يې د کور څخه پينځه پينځه جنازې پوره ته شوي.
د يو پښتون په هيڅ زه او ته څنګه وايو چې پاکستان زنده اباد? پاک فوځ زنده اباد?