پخوا تر دې افغان حکومت په هېواد کې دننه د وسلهوالو طالبانو تر څنګ د نږدې ۲۴ ترورېستي ډلو د فعالیت خبر ورکړی و چې ویل کېږي اکثرهيې یا بهرنۍ ترورېستي ډلې دي او یا د هېواد نه بهر د یو شمېر هېوادونو په خاص ډول پاکستان لهخوا یې ملاتړ کېږي.
که څه هم په دې عملیاتو کې چي د نهر سراج ولسوالۍ د حیدراباد سیمې د محمود زو په کلي کې ترسره شوي دي د ګډو افغان ځواکونو نوم یادېږي، خو په هغه وېډیو کې چې د نیول شوي بهرني څخه د موبایل ټیلیفون په واسطه شوې ده په انګلیسي هم خبرې کېږي.
د افغانستان د حکومت د امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر څو ورځې وړاندې له یوه خصوصي ټلوېزیون سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، د ملي وحدت حکومت د جوړېدو راهيسې یې شااوخوا ۸۰ نفره بهرني تبعه چې د وسلهوالو په لیکو کې يې فعالیت کاوه نیول شوي دي او خپلو هېوادونو ته سپارل شوي دي چې له دې جملې وروستی هغهیې د قزاقستان یو تبعه و چې خپل هېواد ته سپارل شوی دی.