دی پشتون ټايمز خبريال د شربت بی بی په کور کښې د هغوې د ماشومانو سره
د شربت بي بي د نيولو د خبر سره خبريالان د هغوي کور ته ورغلي, د غم په ټغر ناستې کورنۍ يو ماشوم خبريال ته څه داسې وايي
“ځۍ تاسو کيمرو والا نور ځمونږ نه څه غواړۍ? “
دغه اته کلنه ماشومه معيده د شربت ګلې لور ده.
د ډېرې هسې روسته د شربت ګلې بي بي نږدې يو خپل د نوم نه خودلو په شرط (دې پشتون ټايمز) ته داسې وويل ” زمونږ په کور کې دا د غم لومړۍ ورځ نده د کومې ورځې نه چې د شنو سترګو انځور خپور شوی مونږ خپل او پردي په پېغورونو او مختلفو نومونو سپک کړي يو, شربت ګله د زيړي ناروغي لري چې په دغه ورځ هم سخته ناروغه وه چې له پوليس له خوا په زوره د کور نه را وښکل شوه, مونږ يواځې يوه ورځ ده هغه سره په بندي خانه کې ليدل وکړل او بيا يې پرې نه ښودلو,
د شربت ګلې څلور لونړې او يو ورکوټۍ ځوی معيد خان بې له مور نه په کور کې څوک نه لري “
د پېښور سترې محکمې وکيل لطيف افرېدي (دې پشتون تايمز) ته وويل ” د شربت ګله بندي کول د افغان آزارۍ پروژې يوه برخه ده , دا خاوره د افغانانو ده او زه هم ځان ته افغان وايم او دا د تاريخ يو جبر دې چې مونږ يې په لر او بر تقسيم کړې يو “
په پېښور کې د افغانستان جنرل قونسل ډاکتر عبدالله پويان (دې پشتون ټايمز) سره په مرکه کې وئيلي: ” شربت بي بي د افغانانو د ښکلا او معصوميت سمبول دی او مخالفين همېشه زمونږ ښکلا پټ ساتل غواړي, مونږ د داکتر صيب زاخېلوال په هدايت بندي خانې ته هم لاړه تر څو د شربت بي بي سره ليدل وکړو ولې متاسفانه د ډېر انتظار نه وروستو مونږ ته يې اجازت رانکړو.
ډاکتر عمر زاخېلوال له اولسمشر سره د شربت ګل لپاره د تيار کور غوښتنه هم کړې او ځينې نوره مرسته مو هم په نظر کې نيولي ده.