د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ ټول کارکنان دې د پښتون تحفظ مومنټ د اتم اپریل په جلسه کښې ګډون کوي. مختار خان یوسفزۍ
Posted by: The Pashtun Times
in Pashto News
April 4, 2018

سوات(نجیب زیری) د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ ډپټي چېرمېن مختار خان یوسفزي په یو ویډیو پيغام کښې په خپلو کارکنانو غږ کړی دی چې د اتم اپریل په جلسه کښې دې ګډون وکړي. مختار خان ذیاته کړه چې مونږ د پښتون ژغورنې غورځنګ په بشپړه توګه حمایت کوي. یاده دې وي چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ټول کارکنان له اولې ورځې د پښتون ژغورنې غورځنګ په مخکښې صفونو کښې دي. او ټول کارکنان یې د چتراله نېولې تربولانه پورې د پښتون ژغورنې غورځنګ په هلو ځلو کښې خپله ونډه ترسره کوي. په جنوبي پښتونخوا کښې د پښتون ژغورنې غورځنګ په جلسو کښې په شرکت د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ په مشرانو پرچې هم شوي دي.
Like this:
Like Loading...
2018-04-04