د سوات امن ریاست تباه کړی دی، پوځي مرکز دې نه جوړیږي:منظور پشتین

د پښتون ژغورنې غورځنگ مشر منظور پشتین په سوات کې د اتوار، یکشنبې، په ورځ د غورځنگ ورستۍ جلسه کې غوښتنه وکړه چې د حکومت په بند کې د طالبانو پخوانی ترجمان احسان الله احسان او د سوات د طالبانو کمانډران مسلم خان او محمود خان دې عدالتونو ته وړاندې کړی شی

ښاغلي پشتین دا غوښتنه هم کړه چې په سوات کې دې مجوزه پوځي چاوڼې جوړه نکړی شي. هغه دا غوښتنه تکرار کړه چې د حکومت په ولکه کې “بې درکه” خلک دې عدالتونو ته وړاندې کړی شي او چې څوک بې گناه ثابت شي نو خوشي دې کړی شي

د سوات په کبل میدان کې د زرگونو په شمیره کې پلوایانو ته وینا کې ښاغلي پشتین په ریاست د وسلوالو د سرپرستۍ الزام ولگولو

هغه وویل احسان الله احسان، مسلم خان او محمود خان دې عدالتونو ته پیش کړی شي. هغه وویل هیڅ بعید نه ده چې د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله چې د سوات دی هم لکه کې د احسان الله احسان د حکومت په ولکه کې کښېني

منظور پشتین په سوات کې د پوځي چاوڼۍ د جوړیدو مخالفت وکړو. هغه غوښتنه وکړه چې امنتي ځواکونه دې د سوات نه بیرته ویستل شي

د ملا فضل الله په مشرۍ کې وسلوالو په کال ٢٠٠٨ م کې په سوات د ریاست واکمني تر نیشت حده پورځ ختمه کړې وه، د سیمې انتظام یې په لاسو کې اخیستی و او مخالفین به په جار وهل ټکول او عامونو ځایونو کې به یې مخالفین ووژل

په کال ٢٠٠٩ کې پوځ د وسلوالو خلاف عملیات پیل کړل. د سوات زیاتره اوسیدونکې په کورونو پریښودو مجبور شول. په دغه کډوالو کې ملاله یوسفزۍ او د هغې کورنۍ هم شامله وه. په خپله سیمه کې د امن او د مېرمنو د حقونو دپاره د غږ پورته کولو په سر ملاله بیا د امن نړيوال نوبیل انعام هم وگټلو

د عملیاتو ورسته پوځ وویل په سوات کې امن قایم کړی شوی دی او په سیمه کې د پرمختیا کارونه پېل کړی شوې دي

په سوات کې د پي ټي اېم اولسي غونډې ته د خېبرپښتونخوا، قبايلي سيمو او بلوچستان څخه په لويه شمېره کې خلک ورغلي وو

غونډې ته په لويه شمېره کې ښځې، ماشومان او د پاخه عمر کسان ورغلي او دوي د ځان سره د خپلو هغو خلکو عکسونه راوړلي چې خپل خپلوان يې ورک دي.

دوي غوښتنې کوي چې د دوي خپلوان دې راخوشي کړی شي.

د پي ټي اېم په جسله کې د پي ټي اېم د خپلو مشرانو ترڅنګ د پښتونخوا مخلي عوامي پارټۍ، عوامي ورکرز پارټۍ مشران، غړي او د مدني ټولنې فعالان هم راغلي دي.

له دې وړاندې نن سهار د بېلابيلو سيمو څخه اولسي غونډې ته د تلونکو خلکو په چيک پوسټونو نومونه ليکل کېده اندراج يې کولی شو او د هغې وروستو پرېښودی کېدل.

هغه کسان چې په لارو کې په چيک پوسټونو ودرول شوي وو زياتره وايي چې اوس د جلسې مېدان ته رسېدلي دي.

له دې وړاندې ويل شوي ؤ چې د خېبرپښتونخوا د ښکتنو سيمو پېښور، مردان، صوابۍ او ورسره نورو علاقو ترڅنګ د قبايلي علاقو او بلوچستان نه سوات ته د پي ټي اېم جلسې په لار خلک وايي چې د درګۍ په چيک پوسټ د دوي ګاډي ودرول شوي او د هر يو تن اندراج کولی شي.

د درګۍ چيک پوسټ سوات پله په تلونکې لار (سړک) غټ چيک پوسټ دی چې پرې د پوځ د ليويز سرتيري ولاړ وي.

دغه ډول د بونېر نه سوات ته تلونکي کسان د سوات او بونېر په پوله کراکړ کنډاؤ باندې کاروان ودرول شوی او د فېس بک په ژوندۍ بڼه خلک وايي چې نور کله نه خو د چا اندراج کيږي او شناختي کارډونه کتل کيږي نن دوي دغلته ځکه ودورل شوي چې جلسې ته ونه رسي.

د کراکړ په چيک پوسټ پوځ، پوليس او ملېشې (اېف سي) عسکر ولاړ دي.

د درګۍ د چيک پوسټ څخه ډېرو کسانو په سوشل ميډيا ویډيوې خپرې کړي او په ټويټر یې ليکلي چې په دوي د وخت تيرولو دپاره د دوي شناختي کارډونه کتلی شي اندراج يې کيږي او د هغې وروستو پرېښودی کيږي.

دغه کسان وايي په چيک پوسټونو سختي د دې دپاره کولی شي چې دا خلک د جلسې وخت ته ونه رسي، خو ډېری کسان وايي چې دوي به په هر حال ځان ځای ته رسوي او يا به په چيک پوسټونو جلسې پېل کړي.

نن د سوات په کبل سيمه کې د پي ټي اېم جلسه ټاکل شوې او وخت يې ورکړی شوی ؤ چې ماسپښين په يوه بجه به جلسه پېل کولی شي.

د کبل د جلسې د مېدان څخه د ډیوه خبريال فیاض ظفر وايي ډېری خلک د جلسې مېدان ته راغلي چې لويه شمېره پکې د ښځو هم ده او دوي سره په لاسونو کې د خپلو ورکو شوؤ خپلوانو عکسونه دي.

نوموړی وايي خلک د کاروانونو په شکل کې د جلسې مېدان ته راروان دي.

د پي ټي اېم يو مشر محسن داوړ ډيوه سره په خبرو کې ويلي، د پي ټي اېم د ننۍ جلسې دپاره چې دوه ورځې وړاندې په سوات کې کمپاين کېدو په هغه مهال هم کمپاين کوونکي تنګ کړی شوي خو دوي خپله مبارزه دوامداره ساتلې وه.

هغه ويلي ؤ چې د جلسې دپاره يې ټولې تيارۍ بشپړ کړی شوي خو محسن داوړ سهار دغه خبره کړې وه چې جلسې ته راروان خلک په لارو تنګول کيږي.

ظفر فیاض

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

%d bloggers like this: