د افغانستان پخوانى جمهور رئیس حامد کرزی د کوټې پر روغتون تروریستی برید په کلکو ټکو غندلې دې
Posted by: The Pashtun Times
in Pashto News
August 9, 2016

کابل: د افغانستان پخوانى جمهور رئیس حامد کرزی د کوټې پر یو ملکي روغتون هغه تروریستی برید چې په پایله کې یې ګڼ شمېر ملکي وګړي شهیدان او ټپيان شول په کلکو ټکو غندې او د بیګناه خلکو وژنه د ټولو انساني او اسلامي اصولو او موازینو ضد عمل بولي.
حامد کرزی همداراز زیاتوي د افغانستان او پاکستان د خلکو درد یو دی او داوړه له تروریزم څخه رنځ وړي نو یو ځل بیا پر پاکستان ږغ کوم چې له افغانستان سره د تروریزم پر وړاندې میارزه کې کلکه او صادقانه همکاري وکړي.
حامد کرزی د لوی خدای له درباره د دغې پېښې شهیدانو ته د جنت، کورنیو ته یې د جمیل صبر او ټپیانو ته د سملاسي روغتیا استدعا کوي.
دی پشتون ټایٔمز
Like this:
Like Loading...
2016-08-09