دوي ته احساس نشته چې يو انسان څنګه پيدا کېږي، ماشوالي تر ځوانۍ ته څومره په کړاونو رسېږي، څنګه د وچې لمدې، ګرم او يخ سره، پاسته او ماټک سره شپه او ورځ سره تر منزلونو ترېږي يواځې د دې د پاره چې د يو چا د سياسي او مذهبي ګټو د پاره و وژل شي؟
دغه احساس يواځې د کوټې د ناورين ښکار شوي حزب الله اغا، لياقت اغا، سمرين خور، وکيل قاهر شاه، داودجان کاسي، او د نهه خويندو يو رور سيد ضيا الله شاه مور اور خويندې ته دی چې د تل د پاره د غم په ټغر کيناستلي، دا احساس به د هغه خبريال کورنۍ اوريدونکيو کتونکیو ته وي چې کله به په ټيلويژون راغلی او د پلار په غيږه کې ناسته هغې ماشومې ته دی چې ټيلويژون ته به يې ګوته و نيوله او وئيل به يي
دا غلی ښارګوټۍ
دا غلی وطن
دا د کاڼو زړونه
دا بيده خلک
دا بې وسه مخونه،
نور په قلار پرېږده
زما وچ په وچه دوشمنه
زما روره
زما ګاونډي زما وجوده!
ګوره ما او تاته
مونږ دواړو ته
غوږ شه دا کاڼي څه وئيل غواړي
دا ويجاړ بازار
دا برباد منظرونه
دا په وينو سرونه ديوالونه
دا خړې کوڅې څه وئيل غواړي
زما روره
زما پښتونه زما وطنداره
دا د کاڼو په شان کلک خلک
دا د موم په شان نازک خلک
په خټو ګټو کې اباد خلک
نور په قلاره پرېږده
دا ټول زما په وجه
دا ټول ستا په وجه
دا ټول زمونږ د دواړو په وجه
نيمګړي دي
غمژن دي, مات دي!
زما روره، زما هيواد والا
ټوپک دې کېږده نور
راځه چې په خپلو زمکو کې
د بارودو او ماينونو پرځای
غنم او جوار وکرو
دا ماينونه اخر ولې کرو؟
زما پښتون روره!
چې کله په کوڅو کې وږي ماشومان ژړېږي
چې کله زمونږ د دواړو مور زورېږي
او دا احساس وشي
هم ماته
هم تاته
په خدای قسم بيا به جنګ کله ونه شي
بيا به چاودنه کله ونه شي
چې کله ستا پټۍزرغون شي
کله د پټي د يخ سيوري لاندې
يوه لمحه د سکون ساه واخلې
بيا به کله ټوپک پورته نکړې
زما وطنه
زما وطنداره
زما روره
زما پښتونه
جنګ نور بس کړه
ټوپک دې مات کړه
وطن اباد کړه
مونږ ټول به اباد شو