د انساني قچاقبرانو او طالبانو پرته په نړۍ کې ظالمان او وحشيان خلک نور نشته, ما په خپلو سترګو په استنبول ښار کې قچاقبران ليدلي چې د افغانستان او پاکستان نه يې مسافر رواستلي او سخت ظلمونه يې ورسره کړي, په اور يې سيځلي, په بليډونو يې غوڅ کړي او په موبايل يې د هغه مسافرو چغې د هغه خلکو کورونه ته اورولي تر څو کور ولا يې د خپلو کسانو په سر زر زر پيسې ورکړي او خلاص يې کړي.
نن مې د يو قچاقبر ويډيو وکتله چې وايي په استنبول کې چې کوم پاکستانيان تښتول شوي وو په هغې کې زه لاس نلرم نو زه به يو خبره وکړم که که قچاقبر و وايي چې خدای يو دی هم يې ورسره مه منئ ځکه چې په دې کې يې هم چل ول وي, قچاقبر د نړۍ تر ټولو ټيټ, دروغجن او وحشي نوم دی کوم چې د يو چا د ژوند بربادولو او پيسو د پاره د هر څه تير وي.
په افغانستان پاکستان ايران او ترکيه کې ناست قچاقبران يو لنک لري, کله چې د پېښور قچاقبر ته واخلي مخکې دې په سل نورو قچاقبرانو خرڅوي, څوک دې په غرونو خيژوي, څوک دې د موټرو او بسونو په ډيکو کې ننباسي, څوک دې په کنټينرو, او بندو کورونو کې يوه يوه مياشت ساتي, قچاقبر هيڅ د سپينې ژيرې,ماشوم, روغ رنځور تميز نلري, ځکه چې دوي تل د ترياقو په نشه کې وي.
يوه بله ويډيو کې يو قچاقبر لګيا دی چې زه افغان يم, هيڅکله په کوم بل افغان ظلم نه شم کولې, زما افغانيت ماته د دې اجازه نه راکوي خو يقين وکړئ د دوي نه بيا افغانيت هير وي چې کله يې د څلور کسه په اتاق کې شل تنه افغانان ننباسلي وي, نه سمه ډوډئ ورکوي, ډوډئ پرېږده خدای ګواه دې که څوک د دغه مسافرو سره په سمه خوله خبره هم کوي.