په افغانستان ځکه امريکې حمله تر سره کړه چې هغه وخت شوروي اتحاد ختم شوې وؤ او پاکستان هم د امريکې ملاتړ اوکړو او په عراق د بريد پر وخت هم روسيه بې طرفه وه. دغه رنګ په ليبيا کښې د قذافي حکومت هم ځکه ختم شو چې کوم بل طاقت د امريکا او د هغې د متحدينو مخه ونه نيوه خو کله چې په سوريي کښې دوي د بشارالاسد د رژيم د بدلون فيصله وکړه نو روسيې ورسره ونه منله.