د بشري حقونو معنې دا وه چې د يوه هيواد اوسيدونکي ته به پوره پوره حقونو ورکول کېږي، ښځه نر به برابر ويو هر چاته به د وينا کولو ازادي وي، دولت به خپل اولس ساتنه کوي، د مذهب او ډلو ازادي به وي.
د بشري حقونو په اړه د نړۍ د بيله بيلو هيوادونو څخه هر رقم رپورټونه رسيدلي او خبرې او بحثونه پرې شوي، د پاکستان په اړه د هيومن رايټس واچ د بشري حقونو په اړه په خپل خپور شوي رپور کې وئيلي چې په پاکستان کې د بشري حقونو سرغړونه روانه ده، د امن نشتون د ښځو ماشومانو حقونه، بنديانو حقونه، مذهبي سياسي وينا بنديز د تعليم صحت او نور بسڼيز سهولتونه اولس ته پوره نه ورکول کېږي.
هيومن رايټس واچ په خپل راپور کې د پاکستان د اقليتونو په اړه ليکلي چې په پاکستان کې هندوانو، سيکهان، عيسويان سره د تشدد پېښې رامينځته کېږي، نو زما په اند پاکستان کې د مذهبي اقليتونو سره دا رقم پېښې رامينځته کېدل کومه نوې خبره نه ده څوک چې اقليتونو سره ظلم زياتۍ کوي د پاکستان اعلې اعلې واکداران د هغوي سره په انځورونو کې ليدل کېږي.