PASHTO CORNER

حکومت وايي د پښتون ژغورنې غورځنګ ډېرې غوښتنې منل شوې دي

پاکستاني چارواکي وايي د پښتون ژغورنې غورځنګ د غوښتنې مطابق په کراچۍ کې د وزيرستاني ځوان، نقيب الله مسود په وژنې تورن، د ملېر پوليسو پخوانی ايس ايس پي نيول شوی او غېب کړل شوي کسان يو يو کورونه ته راستنيږ د پاکستان سيفران يا د سرحدي سيمو د چارو وزير مملکت، غالب خان د اپرېل په نهمه امريکا غږ ...

Read More »

د پښتون تحفظ تحریک غونډو ته تگ قامي فريضه ده: ‏رحمت شاه سایل

وتلي پښتون شاعر رحمت شاه سایل ويلي دي چې دی د پښتون ژغورنې غورځنگ په پېښور کې غونډې ته ځکه ورغلی وو چې دا ورباندې قامي فرض وو. هغه د وي او ډیوه په خپرونه کې د یو تپوس په ځواب کې وویل چې چا ورته بلنه نه وه ورکړې او دخپله انده دغه غونډې ته ورغلی وو. ښاغلی سایل ...

Read More »

منظور پشتین:دپاکستان په ریاست نور باور نه لرو، نړیوال ضامن به راکوي

دپښتون ژغورنې دغورځنګ مشر منظور پشتین ویلي که ریاست نور د پښتنو سره خبرې کوي نو پښتانه یې په خوله باور نه لري‌،‌نړیوال ضامن به ترې غواړي. نوموړی وایي” راؤ انوار مو محکمې ته راښکلو اؤ اوس د زرګونو پښتنو په قتل کې دککړ احسان الله احسان وار دی ، اؤ داحسان الله احسان نه وروسته به جنرال پرویز مشرف ...

Read More »

په افغانستان کې د پي ټي ایم ملاتړي وايي د منظور پشتین غوښتنې دې ومنل شي

کابل  د افغانستان پلازمینه کابل، کنړ، هلمند، پکتیا، ننګرهار، کندهار او خوست هغه د پښتون میشت ولایتونه دي چې دعدالت، سولې او په ځانګړې توګه په کوزه پښتونخوا کې د منظورپشتین له روانو سوله ییزو حرکتونو څخه یې په ملاتړ کیږدۍ لګولي خو د دې پرلتونو په ملاتړ دافغانستان په هرات، بامیان، بدخشان، مزار ولایتونو کې ولسونو دپيوستون غږ پورته ...

Read More »

جلال اباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ پرلت

باز محمد عابد جلال اباد ـ په جلال اباد کې د ختیزې سيمې د ولسونو په استازولۍ په سلګونو ټولنیزو فعالانو د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ، د سولې او حق غوښتنې لپاره د پرلت خېمه ولګوله. دغه ټولنېز فعالان وايي د سولې او حق غوښتنې په اړه د دوی غوښتنو ته د مثبت ځواب ویلو پورې به یې خېمې ...

Read More »

پښتانه هنرمندان د پي ټي ایم جلسې دپاره څه جذبات اؤ احساسات لري؟

پېښور کې د پښتون ژغورنې دغورځنګ ننۍ جلسې ته یوازې عام پښتانه هېله من نه دي بلکې پېښتنو هنرمندانو اؤ سندرغاړو هم په دغه جلسه پسې زیاتې هېلې تړلي دي اؤ وایي نور جنګونو ستړي کړي پخپله خاوره دامن دغوښتنې پلوي دي. کرن خان چې دپښتو یو وتلی سندرغاړی دی اؤ اوس اوس یې دپښتنو دبیدارۍ یوه ترانه هم په ...

Read More »

منظور پشتين: تاسو ته چې څوک څپېړه هم درکوي تاسو به ورته خاموش يئ

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) نن د يکشنبې/ اتوار په ورځ اولسي غونډه کوي او د غورځنګ مشر منظور پشتين وايي ستاسو د مخې نيولو دپاره هڅې شوي او روانې دي خو تاسو بايد پُرامنه پاتې شئ خپل صلاحيتونه د خپلې مبارزې دپاره په کار راولئ. د ننۍ اولسي غونډې نه وړاندې په خپلو خبرو کې پشتين ويلي، ...

Read More »

پېښور: پښتون ژغورنې غورځنګ جلسې ته ګڼ خلک راغونډ دي

نن (د اپرېل اتمه) په پېښور کې پر رينګ روډ د سرحد يونيورسټۍ سره څېرمه د پښتون ژغورنې غورځنګ تر سيوري لاندې ښځي او سړي راغونډېږي او د خپلو حقونو غوښتنو لپاره جلسه کوي د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر محسن داوړ د اپرېل په اتمه مشال راډيو ته وويل چې دوی د پښتنو مسلې راخيستې نو ځکه يې اکثره ...

Read More »

د پي ټي ایم جلسې له پښتنې ښځې څه هڅې کوي؟

ماه وش جلیل —واشنګټن ډي سي  په پیښور کې په اتم اپریل د پښتون ژغورنې غورځنګ کیدونکې جلسې ته چې څنګه څنګه وخت لنډیږي د پښتنوخوا او قبایلي سیمو تر څنګ ټولنیزه رسنیو هم د خلکو غږونه سېوا شوي او د نورو خلک دې ته تیاروي چې په دغه جلسه کې په لوې شمېر کې ګډون وکړي په ټولنیزو رسنیو ...

Read More »

پي ټي‌ ایم: دپوځ پروپیګنډې مو خپل هدف ته له رسیدو نه شي منعې کولی

فاروق فراق په پیښور کې چې په اتم اپریل دپښتون ژغورنې دغورځنګ کبدونکې جلسې ته څومره،څومره وخت نزدې کیږي دومره د ددغه غورځنګ په ضد پروپیګنډه کې چټک والی لیدل کیږي اؤ دپوځ په پلوۍ وتل کیدونکو لاریونونو کې تور لګول کیږي چې دمنظور پشتین تحریک ته د افغانستان اؤ هند ملاتړ ترلاسه دی. خو دپښتون ژغورنې غورځنګ مشران وایي ...

Read More »