Pashto Columns

جلال اباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ پرلت

باز محمد عابد جلال اباد ـ په جلال اباد کې د ختیزې سيمې د ولسونو په استازولۍ په سلګونو ټولنیزو فعالانو د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ، د سولې او حق غوښتنې لپاره د پرلت خېمه ولګوله. دغه ټولنېز فعالان وايي د سولې او حق غوښتنې په اړه د دوی غوښتنو ته د مثبت ځواب ویلو پورې به یې خېمې ...

Read More »

پښتانه هنرمندان د پي ټي ایم جلسې دپاره څه جذبات اؤ احساسات لري؟

پېښور کې د پښتون ژغورنې دغورځنګ ننۍ جلسې ته یوازې عام پښتانه هېله من نه دي بلکې پېښتنو هنرمندانو اؤ سندرغاړو هم په دغه جلسه پسې زیاتې هېلې تړلي دي اؤ وایي نور جنګونو ستړي کړي پخپله خاوره دامن دغوښتنې پلوي دي. کرن خان چې دپښتو یو وتلی سندرغاړی دی اؤ اوس اوس یې دپښتنو دبیدارۍ یوه ترانه هم په ...

Read More »

منظور پشتين: تاسو ته چې څوک څپېړه هم درکوي تاسو به ورته خاموش يئ

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) نن د يکشنبې/ اتوار په ورځ اولسي غونډه کوي او د غورځنګ مشر منظور پشتين وايي ستاسو د مخې نيولو دپاره هڅې شوي او روانې دي خو تاسو بايد پُرامنه پاتې شئ خپل صلاحيتونه د خپلې مبارزې دپاره په کار راولئ. د ننۍ اولسي غونډې نه وړاندې په خپلو خبرو کې پشتين ويلي، ...

Read More »

پېښور: پښتون ژغورنې غورځنګ جلسې ته ګڼ خلک راغونډ دي

نن (د اپرېل اتمه) په پېښور کې پر رينګ روډ د سرحد يونيورسټۍ سره څېرمه د پښتون ژغورنې غورځنګ تر سيوري لاندې ښځي او سړي راغونډېږي او د خپلو حقونو غوښتنو لپاره جلسه کوي د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر محسن داوړ د اپرېل په اتمه مشال راډيو ته وويل چې دوی د پښتنو مسلې راخيستې نو ځکه يې اکثره ...

Read More »

د پي ټي ایم جلسې له پښتنې ښځې څه هڅې کوي؟

ماه وش جلیل —واشنګټن ډي سي  په پیښور کې په اتم اپریل د پښتون ژغورنې غورځنګ کیدونکې جلسې ته چې څنګه څنګه وخت لنډیږي د پښتنوخوا او قبایلي سیمو تر څنګ ټولنیزه رسنیو هم د خلکو غږونه سېوا شوي او د نورو خلک دې ته تیاروي چې په دغه جلسه کې په لوې شمېر کې ګډون وکړي په ټولنیزو رسنیو ...

Read More »

پي ټي‌ ایم: دپوځ پروپیګنډې مو خپل هدف ته له رسیدو نه شي منعې کولی

فاروق فراق په پیښور کې چې په اتم اپریل دپښتون ژغورنې دغورځنګ کبدونکې جلسې ته څومره،څومره وخت نزدې کیږي دومره د ددغه غورځنګ په ضد پروپیګنډه کې چټک والی لیدل کیږي اؤ دپوځ په پلوۍ وتل کیدونکو لاریونونو کې تور لګول کیږي چې دمنظور پشتین تحریک ته د افغانستان اؤ هند ملاتړ ترلاسه دی. خو دپښتون ژغورنې غورځنګ مشران وایي ...

Read More »

پښتین: د پېښور جلسې ته د ننګ په پار راشئ، د خپلو ورکو خلکو غټ عکسونه هم راوړئ

بارکوال میاخېل   د پښتون ژغورنې غورځنګ له خوا د ۸م اپرېل د جلسې کمپاینونو نن هم دوام درلود، چې د پېښور په شمول په ایبټ اباد، اسلام اباد او نورو سیمو کې جلسې ته د خلکو د را بلنې غونډې شوې او د پېښور په جوماتونو کې خبرپاڼې وېشل شوې دي. د اسلام اباد په ترنول کې د پښتون ...

Read More »

د پي ټي ایم علي وزیر ولې د سر څخه تېر دی؟

نصير کاکړ واشنگټن   د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشر منظور پښتین سره د سیوري په ډول ملګري علي وزیر هم میدان ته ځکه دانګلي چې د ترهګرۍ په نامه د پاکستان جګړه کې یې د خپلې کورنۍ ١٠ غړي بایللي دي. ۴۲ کلن علي وزیر وایي په یوه پېښه کې په یوه ورځ یې د کورنۍ پنځه غړي پر یوه ...

Read More »

پاکستان زنده باد تحریک د پښتون ژغورنې غورځنګ مخالفت ولې کوي؟

پامیر ساحل پراګ – په پاکستان کې د یوه نوي تحریک مخکښان وايي، د منظور پښتین په مشرۍ د پښتون تحفظ غورځنګ له غوښتنو سره پر موافقې سربېره یې پر هلو ځلو انتقاد کوي د اپرېل پر درېیمه د “پاکستان زنده باد” په نوم د دې تحریک یو شمېر کسان په پېښور کې ورغونډ شول او یوه جلسه یې وکړه ...

Read More »

ماته دا بختوره خولۍ د خپل کلي یوه مزدور راکړه،منظور پښتین

بارکوال میاخېل د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین چې له تېرو دوو میاشتو په پښتنو کې څومره محبوبیت موندلی، همدومره د هغه پر سر سره او توره خولۍ هم ډېره مشهوره شوې او نن سبا له امو تر اباسینه د ډېرو خلکو پر سر لیدل کېږي. دا خولۍ اکثر د امو دریاب په غاړه د افغانستان د شمالي ولایتونو ...

Read More »