چې خازې شنې مې پهٔ قبر وی ولاړ
کهٔ غلام مړ وم راځئ توکړئ پرې لاړې
کهٔ پهٔ خپلو وینو نهٔ وم لمبیدلے
پهٔ ما مهٔ پلیتوئ د جومات غاړې
چې قطرې قطرې مې فوځ د دشمن نهٔ کا
مورې ما پسې پهٔ کوم مخ به تهٔ ژاړې
یا به دا بې ننګه ملک باغِ عدن کړم
یا به کړم د پښتنو کوڅې ویجاړې
شاعر: غنی خان
Posted by Aurang Zeb Khan Zalmay
ALL RIGHTS RESERVED WITH THE PASHTUN TIMES